File:Saudi visit.jpg
Saudi_visit.jpg (466 × 280 pixels, file size: 40 KB, MIME type: image/jpeg)
Captions
Summary
[edit]DescriptionSaudi visit.jpg |
پښتو: د واقعي وطن پرستانو د معرفي په لړکي
پوهاند شهيد وفي الله سميعي څوک دې؟ کاظم بيمار ننګرهاري د کابل پوهنتون استاد پوهاند شهيد وفي الله سميعي د ګران هيواد افغانستان واقعي بچي وو او ددي ټا ټوبي د بچو په تر بيه او روزنه کي لويه برخه اخيستي ده. پوهاند شهيد وفي الله سميعي د سميع الله خان اخندزاده زوي او دمولوي ميرګل خان اخندزاده لمسې ، د ننګرهار د شاهيکوټ د اخندزاده ګانو په کلي زيږيدلي دي. ده په ١٥ کلنئ کي خپل پلار له لاسه ورکړي و. پوهاند شهيد سميعي د خپل ذکاوت او د خپلي مور په زيار او هڅوسره وکولاي شول چه د شرعياتو د پوهنځي څخه په اعلي درجه فارغ او د پوهنځي په کدر کي د استاد په حيث پا ته شي. ده د کابل پوهنتون د استاد په حيث دکابل پوهنتون څخه،د مصر الازهر پوهنتون ته سکالرشپ واخيست او د شپږ کالو په ترڅ کي يي دهغه پوهنتون څخه د دوه ماستري ديپلومويوه په فقه اوبله په، تقنين کي په اخيستلو موفق، اوبر يالي بيرته وطن ته راستون شو. او د کابل پوهنتون په کدر کي د استاد په حيث په کار پيل وکړ. پوهاند شهيد سميعي،عالم،فاضل، او مهربان شخصيت وو. د ده شاګردان هميشه دده څخه خوښ او راضي وو. پوهاند شهيد سميعي د خپل تدريس په وخت کي په خپل ځان او درس حاکم و. د تدريس تر څنګه ، د افغانستان د اساسي قانون دجوړولود کميټي يو مهم غړې هم و، د خپل لياقت په اثر د شرعياتو د پوهنځي د استادانو په وسيله د پوهنځي د رييس په حيث انتخاب او ديوه ځوان رييس په حيث يي د پوهنځي کارونه پر مخ وړل. تر څو چه دډاکټر جاويد د رياست په وخت کي پوهاند شهيد سميعي د کابل پوهنتون دمحصلانو د مرستيال په حيث په کار وګمارل شوو. پوهاند سميعي يو بي تبعيضه او بي تعصبه استاد و. په پښتو، دري او عربي ژبو يي فصيح صحبت کاوه. د داود خان دجمهوريت په وخت کي د داود خان او سردار نعيم خان په سفرونو کي ددوي سره عربي هيوادونو ته ددوي د تر جمان په حيث ددوي سره ملګري و.کله چه دنعيم خان سره يو ځاي بيرته وطن ته راستون شو د پوهني د وزارت ددويم مرستيال په حيث مقرر او دري کاله يي دا وظيفه په ايماندارې سره سرته ورسوله.شهيد سميعي د ډيرو مصروفيتونو سره سره يي بيا هم د خپلو ملګرو پوښتنه کوله، دده ډير نژدي ملګري شهيد موسي شفيق، لوي څارنوال شهيد هدايت صاحب، استاد سلام عظيمي اوسنې قاضي القضات او د کابل پوهنتون ځيني استادان وو چه ټوکي او ټکالي به يي سره کولي. دا خا طري لا تر اوسه زما سره پا ته دي. زه به هم کله کله د شهيد سميعي کورته دده ليدلو ته ورتلم . او ټوکي ټکالي به مو سره کولي. د شهيد سميعي مور به هميشه ده ته د قاضي خطاب کا وه. نو يوه ورځ پوهاند شهيد سميعي خپلي مور ته په ټوکو کي وويل چه، تر څو به ما ته د قاضي خطاب کوي؟ ما خو اوس ډيري ترفيع ګاني کړي دي. استاد وم، رييس شوم ، د پوهنتون مرستيال شوم، او اوس د پوهني د وزارت مرستيال يم، نو مور يي ورته وويل چه زويه خداي دي وزير کړه. نو شهيد سميعي په ځواب کي ورته وويل چه موري عمر دې زما لنډ کړ. دا دعا به دي نه کوله! مور يي ورته وويل چه خداي دي اوږد عمر درکړي. پوهاند شهيد سميعي يو صادق، پاک نفسه او وطن دوسته افغان وو. د خپل صداقت او لياقت په اثر د ولسمشر داود خان په وروستۍ کابينه کي د عدلي دوزير په حيث وټا کل شو. دې پرکار، صادق او وفادار وزير وو. د همدي صداقت او ايماندارۍ په وسيله ولسمشر داود خان ته هم ډير نژدي وو. پوهاند شهيد سميعي د عدلي دوزارت تر وخته پوري په ميرويس ميدان (کوټه سنګي) کي په کرايي کور کي اوسيده . کله چه وزير شو نو دده د حفاظت لپاره يي په مکرويانو کي کور ورکړ. پوهاند شهيد سميعي به هميشه د سردار داود خان د وطن دوستۍ په هکله خبري اتري کولي. زه به کله کله دشپي له خوا دده د ليدلو لپاره کور ته ورتللم او خبري اتري به مو کولي. ما به کله کله څه نه ويل، يا به مي ارام دده خبرو ته غوږ نيوه، نو دده به زړه تنګ شو ويل به چه زه د کور دننه وزير نه يم، دلته سميعي يم. دده ټوکي او ټکالي ډيري خوښييدي. د پوهاند شهيد سميعي د وزارت نه دري څلور مياشتي وروسته زه د لوړو تحصيلاتو لپاره د بيروت امريکا پوهنتون چه په لبنان کي دي ولاړم. او پوهاند شهيد سميعي د سردار داود خان سره يو ځاي دکمونستانو په کودتا کي په شهادت ورسيد. ما بيا ونه ليده او دا ارمان مي په زړه پا ته شو. نو دده د خدمتونو يادول ډير ضروري و ، دده روح دې خو شاله وي. |
Date | |
Source | Ministry of Justice, Afghanistan |
Author | Habibullah Samyee |
Licensing
[edit]Permission is granted to copy, distribute and/or modify this document under the terms of the GNU Free Documentation License, Version 1.2 or any later version published by the Free Software Foundation; with no Invariant Sections, no Front-Cover Texts, and no Back-Cover Texts. A copy of the license is included in the section entitled GNU Free Documentation License.http://www.gnu.org/copyleft/fdl.htmlGFDLGNU Free Documentation Licensetruetrue |
- You are free:
- to share – to copy, distribute and transmit the work
- to remix – to adapt the work
- Under the following conditions:
- attribution – You must give appropriate credit, provide a link to the license, and indicate if changes were made. You may do so in any reasonable manner, but not in any way that suggests the licensor endorses you or your use.
Annotations InfoField | This image is annotated: View the annotations at Commons |
شهید پوهاند وفي الله سمیعي استاد و ریس پوهنځي شرعیات پوهنتون کابل ،معین وزارت معارف 1353-قاضي القضات،ریس ستره محکمه و وزیر عدلیه افغانستان در سال 1978
شهید سردار محمد داؤد خان
File history
Click on a date/time to view the file as it appeared at that time.
Date/Time | Thumbnail | Dimensions | User | Comment | |
---|---|---|---|---|---|
current | 09:09, 21 March 2011 | 466 × 280 (40 KB) | Habibullah Samyee (talk | contribs) | {{Information |Description ={{ps|1=د واقعي وطن پرستانو د معرفي په لړکي پوهاند شهيد وفي الله سميعي څوک دې؟ کاظم بيمار ننګرهاري د کابل پوهنتون استاد پوهان |
You cannot overwrite this file.
File usage on Commons
There are no pages that use this file.
File usage on other wikis
The following other wikis use this file:
- Usage on ps.wikipedia.org
Metadata
This file contains additional information such as Exif metadata which may have been added by the digital camera, scanner, or software program used to create or digitize it. If the file has been modified from its original state, some details such as the timestamp may not fully reflect those of the original file. The timestamp is only as accurate as the clock in the camera, and it may be completely wrong.
_error | 0 |
---|